اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ته یو زر ځله منکر شه، ستا ادا د یارانې ده

ستا غوسه له یارۍ ډکه، ستا خندا د یارانې ده

.

په جنت کې به د ځان يو، په دوزخ کې به په ځان يو

دلته مينه کول غواړي، دا دنيا د يارانې ده

.

وخته ستا دې قسم وي چې د زړه زخم مې روغ نه کړې

دا یوه نښه راپاتې له اشنا د یارانې ده

.

زه په دواړو ابادېږم، زه په دواړو خوشالېږم

له ښېرو دې مینه څاڅي، ستا دعا د یارانې ده

.

دلته مینه مینه نشته، دا اعتبار په چا ونه کړې

پردیس تش وخت اړول دي، پښتونخوا د یارانې ده

.

اې عابده لېونیه، دا چې بیا راته راخوږ شوې

جوړ په تا چپه راغلې خانه بیا د یارانې ده

فضل سبحان عابد

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←