اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ور يې راخلاص کړ، زما زړه ورته دعا وکړله

شکر دى خدايه! چې پوښتنه مې هوا وکړله

يوې جينۍ د څادر پيڅکې پورې زهر تړل

چې بې تپوسه مې رشته ولې بابا وکړله؟

ما پورې خوله نشته، پوکى به اور ته څنګه ورکړم؟

د سوځيدلي ښار دعوه، خلکو په ما وکړله

څه په غزل، څه په روزګار، څه ستا په غم، تيره شوه

د زندګۍ سره مې ډېره ناروا وکړله

درد مې وړوکى راځلمى شولو ، د زړه په غيږ کې

په محبت کې مې باقره! انتها وکړله

باقر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←