اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لوظ


چې يو ټوټې ټوټې دی
بل د نړۍ د موجوده قامونو
د لېونۍ منډې نه
د سلو کالو په اوږده فاصله
وروستو دی پاتې او حېران ولاړ دی

زه د هغې پښتون بدبخته قام بدبخته شاعر
په دغې قام نازېږم
په دغې قام باندې سندرې ليکم
او په سندرو کې په خپل سپېرۀ بخت ناز هم کووم

ځکه چې زه ، خداېې هم په دغې قام کې
په دې لوټ شوي او غمژن وطن کې
بس يو شاعر يم زېګولی ، شاعري به کووم
ددغې قام دغې وطن او دغې خاورې په نوم
او په دې يقين چې د دنيا دا موجوده قامونه
په خپله منډه کې رالاندې کړمه
او د خپل قام د مخه ټولې کرښې اوباسمه
د سرو لمبو نه ېې را اوباسمه
ورله نم ژنې سترګې پاکې کړمه
او په لاسونو کې د حسن پسرلي ورکړمه

او په پاړژنو رپندو شونډو کې
ورکړم د مينې او سپرلو سندرې

چې دا جهان اومني

چې پښتون هم په دې دنيا کې د يو قام په نامه
د يوې ژبې يو تهذيب په نامه
د ژوند جوګه ، اولس جوګه قام دی


Rahmat Shah Sayal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←