قاتل
محبت داسې پښتنو کښې اوسی،
لکه چې پیغله په زلمو کښې اوسی.
خپل روایاتو ته سر ټیټی یو تل،
خیر که دردونه مو زړګو کښې اوسی.
د پورې خلقو مشال اومندلو،
پښتانه هاغه شان تیارو کښې اوسی.
هلته ې مړه کړو اوس مو دلته ډوبه ی.
زمونږ قاتل په دې کوڅو کښې اوسی.
لار ده ازغنه خو پښیمانه نه یو،
ګلان همیش له په ازغو کښې اوسی.
چې سر بائیلی خو څادر نه ورکوی،
فرمان هغه دې په هغو کښې اوسی.
فرمان یوسفزئی.
