اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

شاعر

شاعره تا خو د دونېا په سر جنت جوړ کړی

چې تخېل کې دې خپل کوردمحبت جوړ کړی

هرڅه کولی شې،ازادیې چې څه غواړې کېږي

دتخېل خوخدای جنت پشان خاصیت جوړ کړی

په تخېل کې ځان پاچا کړې، نوکران دې ګرځي

دعدالت تخت دې په خېال کې ښه وچت جوړکړی

په تخېل کې پابندي د وخت او ځای نه شته دی

له وخت او ځای دې ناپیېلی سلطنت جوړ کړی

دتخېل په نېلۍ سور چې شو اسمان ته وخوت

ستوری دېار په څنګ کې ژوندښه دعزت جوړکړی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←