اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پشندی، مړدکی

واه_واه_یاره

ډاکټر دیدار یوسفزے

مړدکے: پشندیه نوے غزل مې لیکلے ـ واوره ئې

پشندے: مړدکیه پۀ سر مې دړ دے ـ ماله پرې مازغه مۀ خوره مړه

مړدکے: تۀ خو لکه د خپل تخلص هر وخت خرش پرش ئې........

پشندے: او تۀ خو رښتیا مړدکے ئې ـ معیار دې نشته، ښۀ او بد نۀ ګورې ـ خو بس چې څۀ دې ولیکل ......

مړدکے: تۀ خو واوره کنه مړه ـ دوه ګنټې مخکښې مې پۀ فېس بک خپور کړے وۀ ـ او پنځه سوۀ کسانو خوښ کړے دے ـ

پشندے: (پۀ مسکا) او نو......د واه واه دور دے ـ پرون ما د خپل ترۀ د مرګ خبر خپور کړے وۀ ـ پۀ هغې هم ډېرو خلکو واه واه ......او ډېر ښۀ ....ډېر ښۀ....... لیکلي وو ـ

مړدکے: تۀ هسې زما د شهرت نۀ سوځې ـ

پشندے: ( د خندا شین شۀ) خدائے دې خېر کړي چرته سبا راته فرمان کسکر دا خبره ونۀ کړي ـ

مړدکے: زۀ یواځې د فېس بک خبره نۀ کوم ـ زما غزلې کۀ ښې نۀ وے نو ریکارډ کېدې به نۀ ـ

پشندے: هلکه پۀ دې بابله راته خبره ونۀ کړې ـ ما دا خپل وېښتۀ پۀ غرمو نۀ دي سپین کړي ـ ما ته پته ده چې غزلې د چا او څنګ ریکارډ کیږي ـ

مړدکے: ستا څۀ مطلب دے؟

پشندے: زما پۀ مطلب تۀ ښۀ پوهَ ئې ـ د چیندخې غوندې پۀ ډنډ کښې نۀ اوسې ـ نن سبا دا ټول بزنس دے ـ

یا به پېسې ورکوې........

یا به تعلق پېدا کوې ........

یا به لکه د سپي د رېډیو او ټې وي پروډیوسرانو ته لکۍ وهې ........

او یا به سندرغاړو ته ښکته پورته کېږې ـ

مړدکے: (پۀ ګیله) دا خبرې تۀ ماته اوروې.........؟

پشندے: ولې نور څوک هم شته دلته........

تا نازیه اقبال له د یو یو غزل شل شل زره روپۍ نۀ وې ورکړې........... ؟

ځکه خو شاعران سپک دي ـ چې خپل فن ئې سپک کړے ـ

مړدکے: چې شاعران دومره سپک دي ـ نو تۀ ولې شاعري کوې ـ قلار شه بیا ـ

پشندے: زۀ نۀ د چا واه واه له شاعري کووم ـ او نۀ ګلوکارانو له ـ زۀ ځانله شاعري کووم .........

او ما د شاعرۍ د سپکوالي خبره نۀ ده کړې ـ د شاعرانو خبره کووم ........ پۀ سلو کښې به چرته دوه درې شاعران داسې وي ـ چې د خپل فن

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←