اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

په ځان مین

په ځان دومره مین شو، چې جهان یې نه لیده

جهان لا څه کوې، چې خپله ځان یې نه لیده

قاتله یې د ځان او د جانان وه، دځان مینه

لمبه، لمبه ارمان سره، ارمان یې نه لیده

د ځان د مینې اور کې یې نظر وسوزیده

سور ټیک، دزنې خال، مخ دجانان یې نه لیده

جذبې دځان دمینې یې بېنا سترګې ړندې کړې

دګلو مینځ کښې ناست ‌ؤ، خو ګلان یې نه لیده

ژوندی په مړحساب دی، د رڼا شولو بې بزخې

ځلانده رڼا (ستوري) د اسمان یې نه لیده

(Dr. Kabir Stori)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←