اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دژوندبازار

د ژوند بازار کښې بـیلـه بــیلـه د هـر چـــــا ســـودا ده

څـومره تـوان، هـغـومره غــټـه ئــی رښــــتـېا ســودا ده

خــدایـګـو! ټـولــنه د انــسان د تــضادونــو کـــور دی

پــه هـــــر یــو ګــونـد، ډلــه ټــپـلــه کښې جدا سودا ده

څوک دخپل ځان،څوک دمزدور اوڅوک دقام غم خوري

چا ســره زړه کښې د انسان د خــوشــحالــتـیا سودا ده

څـوک د ژونـدون جـرړې وباسي انسانـان وژنــی

چا دمـاغ کښې د ژونــدون د پــرمــخـتــیا ســــودا ده

چـې د قـامي وحـدت ګلان د پښــتون وغـوړیــږی

د قـلم څوکـه کښې د (دستوري) بس هـمدا سـودا ده

څـومره تـوان هـغـومــره غــټـه ئــی رښــــتـیا ســـــودا ده

پــه هریــو ګــونـد، ډلــه ټــپـلــه کــی جدا ســودا ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←