سل په سل
منم چې ښکلي په دنيا کښې ډېر دي
په ټول يورپ او ايشيا کښې ډېر دي
خو زما يار د ټولو ښکلو نه بدل دآ
هم رباعي ده، هم غزل دآ
کوي په ناز او په نخرو خبرې
خوږې، خوږې لکه خارو خبرې
لکه د ښکلو ښاپېرو خبرې
زما د ژوند د لارې مل دآ
هم رباعي ده، هم غزل دآ
لري ګلاب غوندې رنګينه ځواني
د هر يو حُسن نه حسينه ځواني
ډکه له نازه نازنينه ځواني
د مُرادونو شيش محل دآ
هم رباعي ده، هم غزل دآ
له هر چا ښکلآ زما ښکلآ جانان
زما "لايق" زما سپېڅلآ جانان
هغه وختونو نازولآ جانان
هم رباعي ده، هم غزل دآ
Laiq Zada Laiq
