پښتنې ته
تـرنـګ شــه ربــابــۀ کـې بــه دې ګـرځـوم
خـوب مـې شـه لـيـمـۀ کـې به دې ګرځوم
احــســـن تــقـويــم يـې مــايــادکــړې يــې
ګـلــې ! پــټـه زړه کــې بـــه دې ګــرځــوم
بـيـابـه څـوک پـښـتـودوزخــي نــه بـولـي
ژبــه مـې شـه خــولـۀ کـې بــه دې ګـرځـوم
ښـکـلـې مـيـنـې تـه مـې يـې سـلام سـلام
هـروخـتـې لـمـانـځـۀ کې بــه دې ګـرځــوم
شمس يم ،دشبنم غوندې په وړانګوکې
پــاس پــه اســمـانــۀ کـې بــه دې ګـرځـوم
Shams Khostai
