پښتو
زما محبوبې په ما ګرانې زما ځان پښتو
زما د پلار نيکه شملې دين و ايمان پښتو
ستا د ادب د پلوشو د نندارو په مينه
کانټيننټل کې راغونډ شوي ډير پوهان پښتو
څوک دې هنر څوک دې تاريخ څوک دې ادب يادوي
څوک دى د پټو خزانو راسپړي کان پښتو
د پښتو پېغلې ستا پيکی څڼه اوربل جوړوي
که ډاکټران دي که پوهان که شاعران پښتو
زه يم خوشال که څوک تنقيد کړي که نظر ورکوي
خو چې د زړه په مينه کاندي ستا بيان پښتو
اى زما ژبې زما ژوند زما ملي ناموسه
ستا نه لوګي شم ستا نه جار ستانه قربان پښتو
درکوم زيرى زما ډيرې نازولې ليلا
اوس دې خوريږي پلوشې په ټول جهان پښتو
که يې ناوونو ګړنګونو او ميرو کې لويه
يا لرې پاتې لــه دفتر او لـه دېوان پښتو
خو دغور غرونو سړبندونو کې اوس هم کړنګېږي
ستا د کروړ د حماسې عالي داستان پښتو
د ښکارندوى د شيخ متي دبيټ نيکه په سيمه
بيا راټوکېږي د ادب رنګين ګلان پښتو
تا وربخښلى دى ثبات چې هسکه غاړه دى لا
د بابا غر دى که دى غر د سليمان پښتو
د ننګ سندرې دې لا ورځ په ورځ مستي راولي
هم په ميوند هم په خيبر هم په بولان پښتو
ستا پوهنتون کې يې هم توره هم ادب لوستى وو
ځکه منلى نړۍ والو خوشال خان پښتو
تا د نازو په خولــه روزنه د ميرويس کړې وه
شو ځلند ستورى د ميړانې د آسمان پښتو
ژور فکرونه لوړ خيالونه نازکۍ باريکۍ
موشګافي ده د حميد درومرجان پښتو
تاکې اخلاص مينه دوستي او پېرزوينه وينم
چې شوه ساده انشا رنګينه د رحمان پښتو
په لرغونتوب کې دې نشې د پېغلتوب پټې دي
چې لى په لى دې په لټون دي عاشقان پښتو
تاکې وفا ملي وحدت همت غيرت نغښتى دى
توره جرئت دې دى بې سارى لوى عنوان پښتو
ستا ښه راغلئ ستا هر کلئ امتيازي سلوک دى
په دې قائل دي د پردو ژبو پوهان پښتو
څو چې دا ځمکه دا آسمان وي دا نړۍ آباده
تا به پالي چې څو وي پاتې يو افغان پښتو
ستا مروت مېلمه دوستي په وطن سرورکول
اوچت ساتي لــه هر چا ستا عزت اوشان پښتو
دا ستا ستاينه دوريانکوف، تبرا، په مينه وکړه
د جعفري او رام راهول ډېر ډېر احسان پښتو
زمونږ ارمه زمونږ ژونده په دنيا جنته
ستا په ژوندون کې زمونږ ژوند ښکاري روښان پښتو
د هر چا خپله خپله ژبه دوى ښاغلى دي پرى
مونږ ته هم ګرانه ده زمونږ ملى درمان پښتو
ستا د لوړتيا او پراختيا پسې ژبۍ ده زما
خو د ميږي په پله روان دى ستا کاروان پښتو
زما کوچۍ زما د غرونو غرڅنۍ ملوکې!
د مخ شغلې به دې عالم کاندي حيران پښتو
اوس دى ورو ورو د نوي ژوند نغمې خورېږي هره خوا
درته پسخېږي ښځه نر زاړه ځوانان پښتو
د پښتو پېغلې ستاولور کې موسرونه شه زار
ته مو ډېوه يې مونږه ستا يو پتنګان پښتو
ستا عاشقان ستا مينان ستا شاعران لکونه
خو زه لـه هر چانه اول ګڼم خپل ځان پښتو
ستا د ښکلا ستا د ادب د پلوشو په رڼا
کانټيننټل ته عالمونه راروان پښتو
زه خو په زغرده ډانګ پيلى درته وايمه دا
په پښتو ژبه کوم تاسره پيمان پښتو
چې د ژوندون تر آخرۍ سلګۍ به پالمه تا
تر دې شيبې مې هم درکړى امتحان پښتو
چې برابره شي سيالۍ سره د سيالو ژبو
د سېلاب زړه کې دى فقط دغه آرمان پښتو
Arwahaad Sailab Sapi
