اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ارواشاد ستوري

دارواشادکبیرستوری دشعرپہ جواب کی

پاس په آسمان کښي چي ځلېـږي ستوري

د ورځي کله څرګندېـږي ستوري

د مځکي سر شي راته ستوري ستوري

چي پښتانه پکښي اوسېـږي ستوري

بیا مي په برخه شو هجران جانانه

یار چې له مانه ځي ورکېـږي ستوري

په فکر، فکر چې آسمان ته ګورم

دا په آسمان څنګه اوسېـږي ستوري

ستوري په شان زما د یار غوندي دي

چې ورځ خوره شي، نو پټېـږي ستوري

انسان چې خاوري شي فناشي خلګو

ستوري چي ورک شي بیاښکارېـږي ستوري

د میني چل به زه له دوي نه زده کړم

ګورم چي څنګه پخلا کېـږي ستوري

زه ،، ارماني ،، د یار په غم غمجن ېم

ما ته له میني ډک ښکارېـږي ستوري

رمضان ارماني

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←