اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

له خپل ځانه هم په دې وجه بېزار يم
چې د ځان په دايره کې راايسار يم

سپينو اوښکو د سېلاب پشانې يوړم
تورو سترګو ته بيا هم په انتظار يم

ګل نه څه پوښتې چې مينه څنګه کېږي
اوسېدونکى د ښيستونو د بازار يم

ياره مينه اوس په ښار کې اوسېدل دي
کور مې هم د کرايې دى او بې کار يم

خپلې ژبې يې په خپلو چړو پرېکړې
زه د داسې قوم غږ يمه، دستار يم


Abdul Hadi Hairan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←