اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

څه ازغی ازغی خانی ده ۔۔

ګلو غوڅه می ځوانی ده

۔۔ د سحر طمعی قربان شم

۔۔ګنی شپه خوستومانی ده

۔۔ ما وی ګل کرم ملګرو

۔۔ وايي زمکه بارانی ده

۔۔ اوچی شونډی ميخوار ګرزی

۔۔ د ساقی مهربانی ده

۔۔ نن غوټی د رنګ دپاره

۔۔ ستا وينی ارمانی ده

۔۔ هسی زيړ دی اننګی دی

۔۔ خو قيصه دی الوانی ده

۔ د زړه وينی څښه انوره

۔۔ د شرابو چی ګرانی ده

۔۔ شيرعلی باچا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←