اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

بدلون

راتـــه ښــکـــاري حــالـــــت دی، پــــه بـــدلــیـدو کــې

اوښـــتـون ذهــــنــي، راغـــــلــــــی پــــښــتــنـو کـــې

اوازی دي د یــــــــــوالـــــــــــــي خـــــــــپــریې شــوي

اتــــــڼـونـه دي، خــــوشــــال بـــــابـــــا دیــــــرو کـــې

د ارمـــان د امــــیــدو، غـــوټــــــۍ بـــــه ګـــــل شـي

بــیــا بـه وټــومـبـي ځــلــمــي ګـل پـــه شــمـلـو کـــې

بــیـا واکــمن بــه خـــپـل وطــن کــــې پــښتـانــه شــي

پــښــتـونـخـوا نــوم بـه شي یـاد خـپلـواک ملـکـو کـــې

د پـــــښــــتـون د ســـوکــالـــۍ وخــــــت راروان دي

د بــخــت ســتـوری، ئـې ځــلیـږي تـورو شـپــــو کـې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←