د یار حسن- دا هر څه ولې؟
ته مې ولیدې په تا باندې مين شوم
گلې ستا دمخ رڼا باندې مین شوم
نازونه او کرشمې چې تا کولې
گرانې ستا هره ادا باندې مین شوم
په سرو شنډو به موسکئ شوې غلې غلې
ستا دسروشونډو موسکا باندې مین شوم
سترگو لاندې چې دې ماته راکتلې
غلچکو سترگو په غلا باندې مین شوم
او که لنډ يې درته ووایم جانانه
خدای درکړې دې ښکلا باندی مین شوم
----
دا هر څه ولې؟
هرې خوا کې وژل کيږولاوسلې دي
نن سبا مو په وطن کې جنګ جګړې دي
ټول بيکوره شو له ژونده يو بيزاره
هيلې مو شوې خاورې مړې زمونږ ډيوې دي
نښه کړي يو ټانکونو اوتوپونو
اور شعلې موپه کورونو را خپرې دي
نه مو دوست شته نه مو پاتې کوم خواخوږی
پل په پل بيا راروانې تورې شپې دي
شهيدان چې يي پلرونه شول جهاد کې
نن د هغو يتيمانو سترګې سرې دي
خدايه ولې دې دا حال پر مونږ راوستې
چې اوچتې مو د ځوان زاړه نعرې دي
پسرلی هم رانه په تيښته کې دې خدايه
نو باغچې ددې ګلبڼ مو بيا سپېرې دي
"حسني" ودان وطن له ربه غواړم
تل لاس په دعا يم دغه مې جملې دي
گلې ستا دمخ رڼا باندې مین شوم
نازونه او کرشمې چې تا کولې
گرانې ستا هره ادا باندې مین شوم
په سرو شنډو به موسکئ شوې غلې غلې
ستا دسروشونډو موسکا باندې مین شوم
سترگو لاندې چې دې ماته راکتلې
غلچکو سترگو په غلا باندې مین شوم
او که لنډ يې درته ووایم جانانه
خدای درکړې دې ښکلا باندی مین شوم
----
دا هر څه ولې؟
هرې خوا کې وژل کيږولاوسلې دي
نن سبا مو په وطن کې جنګ جګړې دي
ټول بيکوره شو له ژونده يو بيزاره
هيلې مو شوې خاورې مړې زمونږ ډيوې دي
نښه کړي يو ټانکونو اوتوپونو
اور شعلې موپه کورونو را خپرې دي
نه مو دوست شته نه مو پاتې کوم خواخوږی
پل په پل بيا راروانې تورې شپې دي
شهيدان چې يي پلرونه شول جهاد کې
نن د هغو يتيمانو سترګې سرې دي
خدايه ولې دې دا حال پر مونږ راوستې
چې اوچتې مو د ځوان زاړه نعرې دي
پسرلی هم رانه په تيښته کې دې خدايه
نو باغچې ددې ګلبڼ مو بيا سپېرې دي
تل لاس په دعا يم دغه مې جملې دي

