اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

شړشم

د غني بابا ډير په زړه پورې غزل

اوس هم په کلي کښی شړشم خلک کري او که نه؟

د شنو پټو نه د سپرلو خوشبوي راځي او که نه؟

ټوله ميره به زمونږ چيغې ته خاموشه شوله

اوس په کښی هم څوک ليونی ټپې کوي او که نه؟

هغه حجره چې د ملګرو په خائست ښکلې وه

اوس په کې هم د نيمو شپو ناستې کوي او که نه؟

د ډير اخلاصه به يې اکثر په مسافر جنګ شولو

چې اوس هم هغسې ميلمه خلک پالي او که نه؟

کاکا به ټول واړه راټول کړه د اختر په لمانځه

روپئ دې ورکې شي خو اوس هم داسې دي او که نه؟

غني د تير وخت دومره ډير سوچونه څله کوې

بس دې ويده شه ليونيه خوب درځي او که نه؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←