اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

څوک ليونۍ په شاړه شاړه او يوازې لاړه

لاړه د سين په غاړه غاړه او يوازې لاړه

غاړه غړۍدواړه يوځايې په مينه مينه روان

څنګه ناساپه بيل شو دواړه او يوازې لاړه

لکه سپوږمۍوه خو د غم تندر نيولې وه څوک

تر اوسه دلته وه ولاړه او يوازې لاړه

دغه چې هر څوک وو خو زړه يې په سينه کې نه وو

چاته يې وې چې ژاړه ژاړه او يوازې لاړه

هغه جوړ ډېره تنګه کړې وه د کلي خلقو

چاته يې هم ورنه کړه غاړه او يوازې لاړه

اوس کفاره کې هره ورځ قمره هلته ځمه

هغه چې ماته وه ولاړه او يوازې لاړه

اختر حیات قمر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←