اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دخاطر

د خاطر اپريدي درې غزلې:

زه به مړ يم

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم

چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي

ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

خړې خاورې به په ما باندې انبار شي

هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه

سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي

ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه

دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

زه د یار د دره بې له خپله ياره

بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم

په دا تور سترګو کله کله ګوره

جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

چې په قبر مې تېرېږې خدای لپاره

لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي

چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې

خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه

ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم

غزل

د هجران په شپه ډيوه په لاس کـــــــــــې راغله

خدائ خبر چې چرته تله په لاس کــــــې راغله

رقيبان خو دې اوس ټول راله راتـــــــــــير شي

چې يار راغې نو وسله په لاس کــــې راغله !

چې مې صبر اميد دواړه پسى خــــــــــور کړل

چې د ځان نه خبريده په لاس کـــــــــــــې راغله

چې د سترګو د سرو شونډو او د زلـــــــــــــــفو

تصور يې يو څيره په لاس کــــــــــــــــــې راغله

چې په تلو کې شوه مسکۍ نو بيــا به راشي

اى خاطره بس راځه په لاس کــــــــــې راغله !

غزل

ښه شوله ډېره چـــې انکار دې وکړو

زمــــــا د، واړه عـــمر کار دې وکړو

خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

تا چې مـخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو

هله پوښته زمـــــــــا د زړه زخمونه

خو، که د خپلې خندا شمار دې وکړو

زه لا څه نه وايم چې داغ دی پــه زړه

ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو

چې د راتلو يې زړه مــايوسه نشي

چې دغه دومره انتــــظار دی وکړو

( خــاطره) زه دا ستا نه چا وړی يم

وار به دې راشي که لږ واردې وکړو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←