اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

سترګې

دژړیدلو سترګو سور رنګ ته بل رنګ نه رسی

دی ته شراب نه رسی دی نشی ته بنګ نه رسی

جنګ په جونګړو دی ، جونګړی به لوخړئ اوکړی

سپینو ماڼړوته به تر څو شغلی د جنګ نه رسی

زه د مغرب د هر ماشوم ژړا مشرق کی اورم

خو د مشرق د ماشوم شور مغرب ته څنګ نه رسی

په دی سرونو کی تخلیق شته نه د ژوند خیالونه

دی ته د ژوند درباب ټنګ د بنګړو شرنګ نه رسی

چه داورنګ او د فیرنګ ګریوان په غاړه لری

لاس یی ګریوان ته داورنګ او دفیرنګ نه رسی

غیر ټولنیز خلک منطق او دلیل څه پیژنی

دویی په نالوستی فلسفه د نام وننګ نه رسی

دغسی زړونه خو په شل روپی کیلو خرڅیږی

دچا چه زړه ته د ژوندون د ګناه زنګ نه رسی

چه خپل تصویر ته کړی راټوله دخالونو ښکلا

هغو کوڅو ته اوس زما د فن ملنګ نه رسی

رحمت شاه سایل

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←