د شپنو ژبه شوم
حيرانه پاتى چې د خپلو که پردو ژبه شوم
نه د ليکلو نه لوستلو د ليدو ژبه شوم
څوک په فارسي پسي روان څوک په اردو پسي ځي
زه هلته لري غرو رغو کې د شپنو ژبه شوم
جنت د بل شو قرباني زما اولاد ورکوي
غم خور مې نشته په ژوندې محفل د مړو ژبه شوم
ګوتي په شمار شاعر اديب به مې ترکومه ستائې
د څو قوم فروشه بې وفا د معاملو ژبه شوم
منګل به هلته د خپل قوم شمله مخ نيغه ويني
که په برخليک د ګران وطن د فيصلو ژبه شوم
Nangialai Mangal
