اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ته وايي مغل دي وي، اورنګ دی وي، فیرنګ دي وي

زا وایم خوشال دي وي، د سپینې تورې شرنګ دي وي

ته وايي چې عقل دي ړوند، شونډې دې چپ، زنګ دې وي

زه وایم چې زړه مي چوي یو شور دي وي ترنګ دی وي

ته وايي چې دلته د ډوډۍ ځمکه کښې بنګ دي وي

زا وایم د لوږې خلاف ، جنګ دي وي او جنګ دي وي

ته وايي د سپینو لیچو خوب دي وي پالنګ دي وی

زا وایم مېدان دي وی، مرګي دي وي ننګ دي وي

ته وایې چې یو ټکی رڼا دی وی سرنګ دی وی

زا وایم په ټولو رڼاګانو خپل قلنګ دی وی

ته وایې چې شین جنت، د شین جنت لونګ دي وي

زا وایم چې نا، زما د خپلو وېنو رنګ دي وي

ته وایي چې لویه حویلې دي دی او لنګ دي وي

زا وایم پټکی دی وی،څادر دی وی، ملنګ دی وی

ته وايې چې ښاد دي وي،دلشاد دي وي،په ډنګ دی وي

زا وایم دښمن د پښتنو چې وي بدرنګ دي وی

ته وايي چې زا به یم توپ دی وی تفنګ دی وی

زا وایم چې موږ به یو او موږ به یو آهنګ دی وی

ته وايي بشر دي وي په شر دي وي لپنګ دی وی

زا وایم سنګر دي وي لښکر دي وی غورځنګ دي وی

شاعر : نورالبشر نوید

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←