اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

منظور

مست لکه درياب به شي، منظورپاشتین

شور د انقلاب به شي ،منظور پښتون

غږ به ،يې، پښتون ،له ،خوبه ، پاڅوې

ساز لکه رباب به شي ،منظور پښتون

وايې به پخولې ، د آزادۍ نغمې

سم لکه سوراب به شي ،منظور پښتون

مينې به رنګینې کړي د ژوند څپې

روغ د ژوند کتاب به شي، منظور پښتون

بیابه شين چمن شي، د افغان خاوره

څلي د ګلاب به شي، منظور پښتون

وابخلې په لاس کې، د خوشال توره

سم لکه شهاب به شي، منظور پښتون

دي لکه ميرويس، او احمد شاه بابا

وخته ستا ځواب به شي، منظور پښتون

غم باندې( آصفه ) خاورې واړوې

جوړ د مينې باب به شي منظور پښتون

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←