پښتونخوا
ای دمــــــرغۍ غښتلیو راشئ
په ننګ ولاړ د پښتونخواشۍ
په کلې کور باندې مغل راغی
هــــم په غزني هم په کابل راغی
(هوتک بابا)
-------------------------
نوره واړه پښتونخواپه ځائي پرته ده
دایو زه دې زمـانـې پکې منصورکړم
(خوشال بابا)
درست پښتون له کـندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
(خوشال بابا)
------------------------------
لکه شعر دى د دۀ په پښتونخواکې
بل به کم وي په دا وخت د پښتون شـعر
(رحمن بابا)
