اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دارواښاد فضل الرحمن څمکنی په ياد

د پښتون ستر افتخار وه ګران څمکنى
دموږ ستر غم خوار وه ګران څمکنى
کاش چې په ژوند مې ليدلى نه وه
د هر افغان د حال څخه خبر وه ګران څمکنى
په نړۍ کې به پيداشي ډير بچيان
بیا به هيڅ پيدا نشي زموږ ګران څمکنى
د څمکني شمله د قومونو افتخار وه ګرانو
د هيواد په سوکالى کې مو وياړ وه ګران څمکنى
د قومونو د وحدت په لټون کې خپل ځان کړه قربان
سلطاني کوره کله به پيدا شي زموږ ګران څمکنى. په ټولو افغانانو باندې نن غږ د غم راغلى زموږ څمکنى ولاړه
د هيواد د دښمونو د لاس څخه زموږ څمکنى ولاړه
د غيرت شملى په سر وه تل پې نازيدولو
د وياړونو افتخار وه دوستانو زموږ څمکنى ولاړه
د څمکني شمله په ځمکه وليدلې نده کورى غليمانو
د پښتنو قوم د ژبې غم خوار، زموږ څمکنى ولاړه
اى د ښمنانو بې شميره څمکنيان شته
د غيرت شملې په وينو رنګ شو، زموږ څمکنى ولاړه
د پښتون اقبال څمکنى به تل ځليږي
سلطاني د ګران هيواد څخه مو تر تله زموږ څمکنى ولاړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←