اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نغمه

درست حواس مې له خوښۍ نغمه نغمه وي
چې د حسن تصور د زړۀ مېلمه وي

چې خيال ته مې راځي خوشحالي را وړي
د جهان زيبايي ټولې پرې همه وي

شوخ نظر يې په خولو کې لمبومه
(چې د شرمه يې مخ ټکنده غرمه وي)

د پتنګ او شمې سولو ته څه ګورئ
بيا به هغه مکرره ډرامه وي

نه زړېږي نندارې د شوخو سترګو
چې هر دم يې بلّ ناز، بله پلمه وي

پسرلى يې- په ګلونو باندې ګوري
تصور يې د پغمان خوږه وږمه وي

پرېږدئ لاړ شم لوى ها مون. لويې بېديانه
سر پناه مې د آسمان د زړه خيمه وي

ستا د حسن لېونى هره شپه ګوره
په نوريانو کې يې جوړه ډمامه وي

د آسمان د ورشو شپون کړم حسن او ميني
راته پنډه درڼو ستورو رمه وي

Ustad Mohammad Sediq Pasarlay

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←