اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي

ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي

زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه

ګنې رقيبه! ماله چل د انتقام راځي

زما د خټو، ګټو کلى دومره سپک مه ګڼه

دلته چې ښکلي هم راځي په احترام راځي

چرته چې هم د ځوانمردۍ او د اخلاص ذکر وي

د ټولو مخکښې به نامه زما د قام راځي

د لېونۍ بادامي زنه مې پرې څه ښکل کړې

لا مې د شونډو نه خوندونه د بادام راځي

زما د ښکلي وطن ښکلو! زړونه ټينګ ونيسۍ

چې اباسين کله په لوري د باګرام راځي

Abasin Youssefzai
اباسین یوسپزی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←