اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ستا د دوه ورځو سپرلې وو، ستا د دوه ورځو‌ ګلونه

خو ﺯما په ﺯړه دې کېښول د همېش همېش ﺯخمونه

په ژړا ژړا مې اوښکې، د ﺯړه وينو جوابي کړې

حل دې نشو، لا تر اوسه د مسکو سترګو سوالونه

د وختونو د ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړه

تا د حسن سحرونه ، ما د هجر ماښامونه

ﺫ ﺯړګې په وېرانه کښې، د چا ياد داسې تاﺯه شي

لکه وسپړې اعظمه ! د اﺯغو څوکې ګلونه

ډاکټر محمد اعظم اعظم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←