د برکلي
مکتبۍ - ښاغلی غفور لېوال
ته زما ټوله شاعري یې، مخ ۵ متحده ايالات - مېریلند
د بر کلي صاحب زاده يم
يو مې آس، يوه شړۍ
قصيده مې پخه کړې
ګرځومه کوزړۍ
ځوان مريد، د څرخي پير يم
رنګ دې ورک شي، کوډې نه کړم
کوډې باسم
بند بختونه خلاصومه
د مَينو زړو ریبار يم
شکرانه مې يا ممیز دي، يا توتان دي، يا مرۍ
څوک دسمال راته خامک کړي
څوک راجوړه کړي خولۍ
د بر کلي صاحب زاده يم
يو مې آس، يوه شړۍ
.
نجونې ګردې رانه تاو وي
تعويذونه رانه غواړي
مُلا تل راته په قار وي
سل کوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډېره نه کړم
خدايزده ولې؟
د کوز کلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز د دوى معلوم دى
يو د خان په لور مين دى
بل لیدلې د مُلا صاحب لمسۍ
د بر کلي صاحب زاده يم
يو مې آس، يوه شړۍ
.
د شنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تعويذ کړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه ممیز کړم
د برات د مياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پېغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تعويذ راکړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
میرات مړى وَلوَر کم کړي
خوږ جانان مې مسافر دى
په دوبۍ کې مزدوري کړي
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ور ته شپېلۍ
د بر کلي صاحب زاده يم
يو مې آس، يوه شړۍ
.
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډېرې شپې سره يَو ځاى يُو
ظالم ښه مست ربابي دى
د ځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله کړو دوهۍ
د بر کلي صاحب زاده يم
يو مې آس، يوه شړۍ
.
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل
صاحب زاده کيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې د خان يووړل
کور يې ډک له مېلمنو ؤ
څوک له ښاره وو راغلي
په انګړ يې شور ماشور ؤ
يوه ښکلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپېرۍ
کليوالو غوندې نه وه
ښکارېدله مکتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل
صاحب زاده يار ته دې وايه
پيرخانې ته دې سلام دى
يو تعويذ خو راته وکړه
چې جانان ته شم منظوره
شکرانه به پوره درکړم
خداى دې مه کړه ادې بوره
مکتبۍ راته دا وويل
بيا يې راکړ دا کاغذ
ژرنده ګړي توبې وکړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مکتبۍ نه وه، بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په کاغذ کې وو ليکلي
په سندرو یم مینه
د نغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښکلې شپيلۍ
يو تعويذ ور باندې وکړه
چې ما ګل کړي د پګړۍ
د برکلي صاحب زاده دى
يو يې آس، يوه شړۍ
.
کوزړۍ = صراحي، مرتبان قصیده = بولله، ستاینی شعر، حماسه خامک = سکوینه، ګل کاري، دستکاري کوپرونه = سپکې سپورې، کنځلې
برات = د شوقدر مياشت، رسول مياشت ځېله = د ماشومانو ژړا، د ماشومانو نه کرارېدونکې اوږده ژړا
هوده = د مارانو نيولو دم، جادو، منتر، کوډه ممیز = وڅکې، کشمشخولۍ = ټوپۍ مکتبۍ = لوستې جینۍ، هغه جینۍ چې په ښوونځي کښې زده کړې کوي ژرنده ګړی = ژرنده چلوونکی
دوهۍ = د ملنګانو د نشو او اور بلولو ځای.
..........................
ارواښاد قلندر مومند سباوون - مخ ۱۰۴
په شبخون د شب پرستو مې شعور کله شاکي دی
د ګلاب د ډېوې دُود یې خوښ دی، زړه مې تریاکي دی
.
زه لګیا یم د چا غم خورم، د چا غم لګیا دی ما خوري
یاره غم عجیبه څیز دی، په هر حال کښې خوراکي دی
.
په دې تَوره درنه شپه کښې ما څراغ د وینو بل کړ
د امید په رڼو ستورو زما ذهن افلاکي دی
.
احساسونه مې لګیا دي د جذبو تنور کښې سوځي
داسې زړه مې په نصیب دی چې په تبه پسخاکي دی
.
تور باطنه، کج فطرته دمشقیان پرې نه پوهېږي
هر سَرود مې حجازي دی، هر یو ساز مې لولاکي دی
.
په دا هسې سخته ځمکه مې قلم لکه سمند ځي
په ګردون کوي تاختونه، په ظاهره که خاکي دی
.
د غزل غرور یې مات شو، رقیبانو مې شریک شور که
قلندر په غرغره کړئ، قلندر اشتراکي دی
.
شبخون = د شپې د دښمن په کور حمله کول، داړه، د شپې مرګو، د شپې چپاؤ، يرغل
Ambush at night
شاکي = شکایت کوونکی، ګیلمن دُود
