اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د حمزه بابا (رح) دعا

چـــــې بې تا چــــــاته ټيټ نـه شي نګيالى زمــــــا ژونــدون کـړه
زړه زمـــــا دې مسلمــــان وي تفـــکـــــر مـــــــې دپښتــــــــون کړه

زه لـــــه وخته ګيلـــــه نـــــــــه کـــــــړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه
خـــــــوکاروان مــــــې د هـــمت او استقــلال بېرته راستون کړه

کـــــــوم ســـبا چــــې راروان دى چې لــــــه نــن سره ګډ نـــه شي
زمــــــا نـــــــن واخـــــــله پرون کړه اود نـــــــن په ځــاى پرون کړه

پـــــــــــه تبجـــــــــنه زمــــــانــــــه کــــې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم
تـــــه حکمت زمـــــــاد خضـــــــــــــــــر،اندېشه د افـــــلاطون کړه

خـــــدايه زيــــــات کړې يو پــــــه لسه د پښــتـــو دليـــــــلا حسن
بيـــــــــا زمــــــا مينه هم زياتـــــه يوپــــه لــسه تر مجنـــــــــون کړه

راعطـــا لکه دګل کـــــــړې جميـــــعت پـــــه پريــــــشانۍ کښې
چې حاصلـــــه ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړه

پـــــه ګلـــشن يې کــــــړې بـــــــــدلې ،دا زمـــــــا واړه شـــــــــــډلې
هـــــريو زړى دمـــــلت مــــې،تيغ په لاس کــــې رازرغـــــون کـړه

زه دې وچ هډوکـــــي شپېلـــم خو مـــــلت مې دې سلطــان وي
دا زمــــــا د سخــــــن سيـــورى په مــــــــانا کې همـــــايـــــون کړه

چې احــــــــساس دکــــمترۍ مــــې شو د غـــــير لــــــه تهـذيبونو
دا چينجې د دق او ســـــــل مې لــــه کالــبوت ځــنې بېرون کړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←