اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

چې شپېلۍ بنده نه کړې

چي شپېلۍ بنده نه کې

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه کې

په دې دښتونو کي يوازي دا يوه نغمه ده

چي موږ ته نکل د پېړيو کوي

يوازي دغه آواز

اوس د آشنا دښتونو

د جګو جګو غرونو

زموږ د زهيرو چپاو سويو زړونو

د نړېدلو سوځېدلو خونو

د ځوانيمرګو نيمه خوا قبرونو

يوه يوه کيسه پر ژبه لري

يوازي دغه آواز

يوازي ستا د شپېلۍ مستي او آزادي نغمې

د لوړو غرونو تر کمرونو ورځي

لا د کيږدۍ تر ماښامونو ورځي

لا په دښتو کي تر اورونو ورځي

لا د زلميو مينانو تر نکلونو ورځي

لا د بلبلو چڼچڼيو تر غوږونو ورځي

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه کې

چي زموږ د غرونو دا ژور لاښونه

چي دا زخمي ګلونه

دا سوځېدلي او دا وچ ډاګونه

دا نيمه خوا ښارونه

دا بې صاحبه دا ميرات کورونه

دا د مرګي له ساندو ډکه خونه

يوازي تا پېژني

شپانه کلونه کېږي

چي وطن رنګ د لېونتوب اخيستى

جنګونو باج له سړيتوب اخيستى

د څو قاتلو لوټمارانو ټولۍ

د بېګانه داړه مارانو غدۍ

زلمي سرونه په لمنو کي وړي

شهيدي ويني په خُمونو کي وړي

پردي تېغونه په لاسونو کي وړي

نه يې په شپو کي دي کيسې پرې ايښي

نه په کيږديو کي لمبې پرې ايښي

نه يې پر شوندو ترانې پرې ايښي

نه يې شهباز نه يې نغمې پرې ايښي

نه يې لنډۍ نه يې نارې پرې ايښي

ستا له شپېلۍ به هم نغمې تللي وي

ستا له نغمو به هم کيسې تللي وي

ستا له کيسو به هم مزې تللي وي

تا ته به هم سورونه نه وي پاته

ستا له آوازه به هم ويني څاڅي

ستا له سورونو به هم اوښکي پاڅي

تا ته به کله دونه شور پاته وي

ستا د نغمې به کله زور پاته وي

ستا به د وينو چېرته اور پاته وي

خو ته دا خپله شپېلۍ بنده نه کې

ستا له شپېلۍ وارى سم

که سبا بيا مو ګودرونه خپل سول

که مو دا غرونه دا دښتونه خپل سول

که په کيږديو کي اورونه بل سول

او بيا کيسې د اورېدلو سولې

بيا غاړګۍ د اچولو سولې

پېغلي ګودر ته د ورتللو سولې

د پايزېبونو د پاوليو شرنګولو سولې

د محتسب سترګي ړندې سوې د ايستلو سولې

بيا به دا ستا په نغمو

بيا به دا ستا په آواز

دا ستا په مسته شپېلۍ

راويښوو د نيمو شپو نکلونه

له شپو به باسو شيطاني خوبونه

بيا به را ياد کو پخواني وختونه

بيا به رباب ته شهبازونه راسي

بيا به نغمو لره سورونه راسي

بيا به نڅا ته پايزېبونه راسي

بيا به محفل ته پانوسونه راسي

د ساقي لاس کي به جامونه راسي

ته به شپېلۍ ږغوې

ياغي سندري به دي

راپاڅوي د رګو وچي ويني

ژوندۍ کوي به زمولېدلي ميني

راويښوي به ډکي ډکي پيني

دا شپېلۍ بنده نه کې

په دې شپېلۍ کي زه خوبونه وينم

پکښي خيالونه وينم

درته خوبونه زنګوم پکښي ټالونه وينم

د نن اورونه هېرومه جنتونه وينم

شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه کې

ستا له شپېلۍ وارى سم

په دې دښتونو کي يوازي دا يوه نغمه ده

چي موږ ته نکل د پېړيو کوي

Abdul Bari Jahaniعبدالباري جهاني

ويرجينيا

2000- 8- 12

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←