اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ته به وي

ته به وې ملا به وي، بدرنګ غوندې محراب به وي

زه به وم، الله به وي، ښایست به وي، ګلاب به وي

ته به وې خانک به وي، خوږه، خوږه حلوا به وي

زه به وم، مټکه به وي، ترخه، ترخه شراب بـه وي

ته به وې، شیطان به وي، دوزخ به وي، سور اور به وي

زه به وم، جنت به وي، د میو لوی دریاب به وي

ته به وې نعت خوان به وي، او نعت پسې بل نعت به وي

زه بــه وم، بلبل به وي، نغمه بــه وي، رباب بــه وي

دا چې تش خالي بوتل يې لاس کې دی، بېهوشه دی

ما ته داسې ښکاري، چې سعود به وي خراب به وي

سعود بنګښ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←