اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د بینوا

داروا ښاد استاد عبدالروف بینوا یو شعر

---------------------------------------------------------------

ارواښاد استاد عبدالروف بینوا دپښتو ژبې یو ستر لیکوال او شاعر و.ده دپښتو ژبې لپاره دومره ستر خدمتونه کړي دي چې پښتانه به یې هیڅکله هم هیر نکړي . دده ځیني چاپ شوي آثار په لاندې ډول دي :

۱-پښتو کيلي

دا اثر ډير خلگ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ۱۳۲۰ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

۲-پردېس

داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ۱۳۲۱ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده

۳- پښتو د شاهانو په دربار کي

دا پښتو رساله ده چي د ۱۳۲۲ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۴-باغوان

دا د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده ، چي په ۱۹۴۱ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

۵- د ميني مينه

دا د شعرونو ټولگه ده چي په ۱۹۴۱ ع کال کي چاپ شوې ده

۶- پښتنې مېرمني

دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ۱۳۲۳ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی

۷- هوتکو په دوره کي پښتو

دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د۱۳۲۴ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .

۸-طوق لعنت

يو تمثيلي ډرام دی چي په ۱۳۲۴ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده

۹-ميرويس نيکه

د پښتنو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ۱۳۲۵ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی

۱۰- آريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني

دا رساله د۱۳۲۵_۱۳۲۶ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۱۱-دغنمو وږی

دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ۱۳۲۵ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده

۱۲- پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله

دا کتاب په ۱۳۲۵ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده

۱۳-چند اهنگ ملي

په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ۱۳۲۵ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی

۱۴-ادبي فنون

دا کتاب دهغو درسونو ټولگه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی و، دا کتاب په ۱۳۲۶ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی

۱۵-ويښ زلميان

داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ۱۳۲۶ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده

۱۶- د دار مستتر پښتو څېړني

دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ۱۳۲۶ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۷-صداي وطن

يو تمثيلي ډرام دی چي په ۱۳۲۶ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده

۱۸- د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح

په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ۱۳۲۸ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۹- خوشحال خان خټک څه وايي ؟

دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مگر په ۱۳۲۹ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ

ن۲۰- نظري به پښتونستان

په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ۱۳۲۹ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه

۲۱- پښتونستان

په ۴۸۰ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ۱۳۳۰ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو

۲۲-ليډران امروزي پښتونستان

داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندگلوي ده چي د ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده

۲۳- د کاظم خان شيدا ديوان

تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ۱۳۳۳ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

۲۴- هوتکي ها

دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ۱۳۳۵ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۲۵- پريشانه افکار

دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولگي په شکل په ۱۳۳۵ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←