اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پلار ته

زما د ارواښاد دادا په یاد / ډاکتر حمېدالله زړور ساپی

زما دادا یا زما پلار عبدالملک و

و خپل دين ، مور او هیواد وته صادق(ک) و

د مور یو زوی و توکل ېې پر یو خدای و

وء خاوند د لوړ همت او رهنمای و

هم عالم و ،هم بزګر و، هم مدير و

د بزګر،بڼوال ،شاګرد معلم خیر خوای و

د ولس، د قوم ،دژبې خدمتګار و

له سرهء کمر تر تګاو ساپی ولاړ و

اله سای تر کوهِ ې صافي او کنړ ویاړ و

وزیرستان، قندهار که ڼنګرهار و

نیم جهان ېې و ليدلی په ځوانۍ کې

شرق کې هند ،غرب کې آن کنیډي ماڼۍ *۱کې!

زراعت او ځنګلداري ېې مسلک و

معارف کې و ماهر پېداګوژۍ *۲کښې

خو افسوس چې داخلي جنګونو زوړ کړ

نيمه پاتې ارمانونو ې زړه ناجوړ کړ

په نهم د سمبلې کال څلوراویا *۳

اوه شپیتم سن کښې ې لغمان په جنت چهوړ!*۴کړ

اووهء(۷) اولاده کې ې زه حميد زړور یم

د هغه له لارښوونو بهره ور یم

زما دادا یا زما پلار عبدالملک و

چا ېې قدر زده؟ بلکه مستوفي الممالک *۵و!

.........

یادوءنه: *۱: کِنیډي ماڼۍ ( لمړی ځل د امریکې سفر کې ېې د پریزډڼټ جان اف کنیډې سره سپينې ماڼۍ کې کتلي و!)

*۲: پېداګوژي ( د ماشومانو د ښوونې او روزنې سایکالوژي علم)

*۳: څلور اویا = د لمریز هجري ۱۳۷۴ . کال =۱۹۹۵م.

*۴ : چهوړ! = مانا پرېښود.( هسې دا اردو ویی مې د بیت د وزن لپاره پکر ته راغی ؛ که نه په اردو مُردو نه پوهېږم ) ؛؛ صرف د پخوانیو هندي سینمايي فلمونو له ګانون نه مې ماغزو کښې ګرځي !!.

*۵ : مستوفي الممالک پخوا د ماليې وزیر لقب و!

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←