اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

زما جونگړه زما کور پاتې شو
خېبره تا باندې مې پور پاتې شو

ما به ويل ټول به يو ځاى اوسيږي
پښتون هماغه شانې خور پاتې شو

لاړمه زه ترې د کابل په لوري
دلته زما نه سکه ورور پاتې شو

د زړگي حال مې بيان نه کړ چاته!
زړگى هماغسې په شور پاتې شو

د لر او بر پښتون مې نه کړ يو ځاى
د اغيار دغه يو پېغور پاتې شو

"اکرامي" ستا دا دنگه دنگه ځوانې
خاورې ايرې شوه تش دې گور پاتې شو

٢٠-٥-٢٠٠٨
Najeeb Ullah Akrami

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←