اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

"فیض على فیض"

د جبر نـــه باغي د انقلاب ســړے دې نــــــــۀ مري

د وخت د ګزارونو د جـــواب سړے دې نـــــــۀ مري

د کرکې ګنانــګار دې د دنیــــا د مخـــه ورک شــي

د مینې او د امــــــن د ثواب سړے دې نــــۀ مري

د غــــم توره بــــلا چــې د سندرې پــــۀ زور وژني

د ژوند ټپــه چـــې وائي د رباب ســړے دې نۀ مري

پــۀ ښار کـې چې د خاورې د خـوارانو وینې څاڅي

د خـــوارو د سرې وینې د حساب سـړے دې نۀ مري

زمونږه د وطـــن د بقاء راز پــــۀ دې کــــې پټ دے

چې هر سړے دې مري خو د پنجاب سړے دې نۀ مري

د علم دښمنان کــــۀ پــــــۀ لار کېږي کـــــۀ مړۀ کېږي

خوخدایــــه! د قــلم او د کتـــــاب سړے دې نۀ مري

د خدائ نه ورله خېر غواړه وطن ته چې ترې خېر وي

د فېـض د کلــي مشـر او مهـــراب سړے دې نۀ مري

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←