اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

فرېاد

زه د غيڼ له لاس چاو ته فرياد کړم ....

لمونځ دمادلاسه ووزی چی کس ياد کړم ....

پدرست کال به مخ ناولی کس ته پروت وم ....

په حيرت سم چي را ياد هغه فساد کړم ....

ځوانی حال می ندی چی ووي...

داخبره دپيری د هفتاد کړم....

له پرديو می توبه واړ پخپلو....

دځوانی حال به د رته پياد کړم....

کله لس کله زيات کم کله تر شلو....

ددخلو ويل وچاوته تعداد کړم...

چی ملا به بانگ نماز وی مابه کس غو....

دروژي په ښه ثواب به یی نا ښاد کړم....

نه په حيض نه په نفاس لما څوک خلاص وه ....

څه د غين ناسازی چاري په فرياد کړم....

ورځ او شپه راته مخ څټ وی لس پنځلس....

گو ي مگوی ويل نه لږ ندی که یی ياد کړم ....

په ځوانۍ کښی می کار لکه د ددو....

په پيری کښی خدای تعالی ادم زاد کړم .....

چی می غيڼ دا هسي بددی گمان مکړه.....

ځکه خدای په ډير اولاد کښی بد اولاد کړم....

له ناپاکو نه پاک له پاکو پاک وي.....

زه دا نقل د کتاب د خپل استاد کړم .....

که څوک شته چې یی د زړه په غوږو اروي....

مخسری مذاق می ندی دا ارشاد کړم

خوشال خټک

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←