اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لېونتوب

شو ژوبل مې خوبونه چې ازغي مې خپلول

نادان ووم لیونې ووم چې پردي مې خپلول

شو کلې رانه پاتې ټول یاران شو رانه پاتې

رشتې رانه پردې شولې خپلوان شو رانه پاتې

جومات جرګه شوه پاتې مشران شو رانه پاتې

د لوې قام په بدل کښ څو سړي مې خپلول

نادان ووم لیونې ووم چې پردي مې خپلول

ما خپلې کوڅې پریخوې تنورونه رانه هیر شول

چینې مې کړلې هیرې ګودرونه رانه هیر شول

ده خپلو او خپلوانو مزارونه رانه هیر شول

د پټو "حاسدانو" کورکي مې خپلول

نادان ووم لیونې ووم چې پردي مې خپلول

خبر نه ووم چې دا مې د لستوڼي ښاماران دي

زما د نوم عزت او د فکرونو دښمانان دي

ازغې مې ګڼي ټول زما د"ښې "ورځې یاران دی

بې حسه بې بنیاده ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي مې خپلول

نادان ووم لیونې ووم چې پردي مې خپلول

رښتیا دي چې لایقه پردې وینه نه خپلیګي

که ځان ورته لوګې کړې پردې مینه نه خپلیګي

په خوله که رشته ‌‌‌‌‌‌ډیره وي سنګینه خپلیګي

زړګې مې پکښې دا‌ؤ کړو چې زړګي مې خپلول

نادان ووم لیونې ووم چې پردي مې خپلول

۴فروری۲۰۲۰

لائيق ذاده لائيق

پیښور

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←