اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دوعا

ای ! د عدالت ربه، دا لوبه خو ورانه کړه

نور که څه کوې که نه، خلاص مو له ملا نه که

ماته د جنت کیسې، ځان ته د دنیا حساب

دا دې عجیبه انصاف، دا دې عجیبه کتاب

زه په مستۍ سور کا فر، ته په هوس سپین ملا

ما ته په فتوا عذاب، تا ته په دوکه ثواب

ای ! د عدالت ربه، دا لوبه خو ورانه کړه

مونږه انسانانو ته، نوې لار ودانه کړه

نور که څه کوې که نه، خلاص مو له ملا نه که

(غني خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←