ېو نېم سړی
يونيم داسې سړی وي، تابه ګل تابه ګلاب کړي
يونيم داسې سړی وي، خونددخولې به دې خراب کړي
رڼې چېنې دښکلیوسترګې وي خو چېنې نه وي
يو څاڅکی به درنه کړي، ستا په برخه به سراب کړي
شته داسې داسې هم، چې څوک وويني خوله ئې بندشي
شته داسې داسې هم، چې خلک واړه لاځواب کړي
بهرنه دګل څانګه وي دننه سره لمبه وي
داښکلي وي سکروټې، سړی وريت لکه کباب کړي
ليدلي مې ډېرخلک دي، چې مالولي منګله!
کمی د هغو هم نشته چې ما ردي کتاب کړي
............
پرفیسر اسيرمنګل Prof. Aseer Mangal
