اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ستا زړګی وچوه

ستا زړګې وچـــــوه پــــــښتونه

زړه مـــــې چاؤدې دې له تا نه

خــوی خــــــــصلت دې د غـــــلام

نــــــشه زیاته د باچا نه

کله سـکھ په تا ســـــــــورېږی

مغـــولې دې بابا کـــــــــــیـږی

بیا په تا په جـــــوتـو کــــــیــږی

بهــشتی څــوک له کــوه د امانه

عـــقل پــــس زړه دې نا پاکه

لاس دې ســــتړې خُله چالاکه

ســتا تاریـــخ دې عـــــــبرتـــناکه

چــېرې خلاص نه ئې د خــــزانه

خــپل خــېرخواه ته لاس په بډه

سرســری ته زر کـــــړې ډډه

مامـله دې ګــــــــډه وډه

خېل خانه دې بې نـــــــشانه

تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړو

در بـدره دې جـمال کـــــــړو

خـو امان دې په څه حال کــــړو

بې وطــنه ســــــرګــــــردانه

په ډیران ئې ناست خـــوشحاله

د ګـونـګـــټ ســوټو کښې جاله

بـې هـنره بـې کـــــــــــماله

په هـنر د ورور پـــښېمانه

بې نامــوسـه ســــــتا کارونه

سـتا بې کاره نامــــوســـونه

غني خان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←