اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

تا سره ګلاب ښه دے

ما سره رباب ښه دے

روستو چې پرې جنګ کوو

مخکښې نه حساب ښه دے

زمکې! چې سېزل کوې

تانه خو درياب ښه دے

سوال به زما بد وي خو

ستا نو کوم جواب ښه دے

کړے يې ارمان د جنګ

ښه دے په عذاب ښه دے

ستاسو په پښتو څه کار؟

تاسو له پنجاب ښه دے

ما له دې څه نه راؤړي

ورور مې دے کامياب ښه دے

پرېږده طمانچه ځويه!

سکول ته ځه کتاب ښه دے

هر څنګه چې دے اقبال

تا پسې خراب ښه دے

اقبال مومند

Iqbal Momand

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←