اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ګرم شه لا ګرم شه

ګرم شه لا ګرم شه

ته اې مقدس لمره!

اې د ازادۍ لمـــره!

اې د نیکمرغۍ لمره!

موږ په توفانونو کې پری کړه د بري لاره

هم د تورو شپو لاره هم د رڼایي لاره

سره د سربازي لاه پاکه د وروري لاره

دا انقلابي وطـن اوس د کارګرانو دی

دغه د زمرو میراث اوس د بزګرانـــو دی

تیر شود ستـــم دور وار د مزدورانـــو دی

موږ په نړېوالو کــې سوله او وروري غواړو

موږه زیار ایستونکوته پراخه ازادي غـــــواړو

موږ ورته ډوډۍ غـواړو کور غواړم کالي غواړو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←