کاږه چې راته
داسې راته ګورې ، لکه نه چې راته ګورې
نېغ مې له زړګي وځي ، کاږه چې راته ګورې
هغه وخت لږ ډېروي، چې ته مخ راځنې پټ کړې
داسې معلوميږي ، لکه ښه چې راته ګورې
مينه مې په دې درسره ېو په دوه زياتېږي
ته دا کله کله ښکليه! مړه چې راته ګورې
کله چې د زلفو وريځ لرې کړې، لمر مخيه!
شي دې پلوشې ، ښکلي باڼه چې راته ګورې
ډېر سوالونه ياد له زما راشي ، چې ته نه يې
شي په هغه وخت خواره واره ، چې راته ګورې
نن خو مې خاطر وکړه ، چې مه راته راګوره
زه درته کتى نشمه ، ته چې راته ګورې
Khater Apriday(خاطر اپریدی)
