اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ما د پښتونخوا

ما د پښتونخوا، پښتونخوا چکر له بوزه

ماته د بابا د نسب خرڅو کېسې مه کوه

ماته قلم او ادب خرڅو کېسې مه کوه

ماته داسلام دمکتب خرڅو کیسې مه کوه

ما د یوسپزو د شیخ ملي دفتر ته بوزه

ما د پښتونخوا، پښتونخوا چکر له بوزه

ما د مغل خېلو امیرانو در له مه بوزه

ما د پښتنو د قاتلانو در له مه بوزه

ما د استعمار د دلالانو در له مه بوزه

نه ځم، نه ځم ،ما د قصابانو در له مه وزه

ما دخپل نصیب په وینو سور دفتر ته بوزه

ما د پښتونخوا، پښتونخوا چکر له بوزه

ما د خپل تارېخ د کاله هغه سر له بوزه

ما د "خان شهید" د میړنو لښکر بوزه

ما دګلستان د سرو سپرلو سحر له بوزه

ما ېو قامپرسته، سرپرسته سر له بوزه

بېا مې قافلو سره د لر نه بر ته بوزه

ما د پښتنو د ازادۍ اشر له بوزه

ما دپښتونخوا، پښتونخوا چکر له بوزه

ما د خپل تاریخ د کتاب هغه سر ته بوځه

ما د پښتونخوا پښتونخوا سنګر له بوځه.

‍

غږ : فیاض خان خیشکي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←