اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د منظور غورځنګ

غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔

د حالاتو خونخواري ده، بې وسي ده، زړه سوندان که

ستړې،ستړې زندګي ده، مجبوري ده، زړه سوندان که

”احمد شاه“ خپلواک بابا و، تر ډهلي و رسېدلی

زموږ په برخه غلامي ده،سر کوزي ده،زړه سوندان که

”خوست“بمبار سو،تلاشي سو،د”لايق“ګرديز به ړنګ سي

کور په کور يې تلاشي ده، بمباري ده، زړه سوندان که

د قصاب چړې په وينو، رنګېدلي د سر تيرو

د سپين پوښو باچايي ده، غلامي ده، زړه سوندان که

د ريال چمک دمک سو، د ډالر سجده سپېڅلې

په کلدارو نوکري ده، بندګي ده، زړه سوندان که

د منصور د خيل وګړي،د”منظور“غورځنګ ته دانګي

زهير لوبه منصوري ده،سربازي ده،زړه سوندان که

(عصمت الله زهیر)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←