اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زه او ملا

ما او ملا زړونه دي بايللي په يوې نجلۍ

دوه بابه ويلى دى سبق د خلاصې نجلۍ

زه کړمه زارۍ او ملا کوډې په همدې نجلۍ

زه وايم زما او ملا وايي زما مينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

***

ما ورته ويل قسم په تا خو خبر کلى کړم

ستا د مکر وعظ به د همېش لپاره غلى کړم

ږيره به دې کله سپين دستار به دې ناولى کړم

غږ به کړم ملا مو ايمان نه لري بې دينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

***

وايي ملا خير که ټول جهان راپورې وخاندي

مينه کې څه غم که زوړ او ځوان راپورې وخاندي

پرېږده په جومات کې مقتديان راپورې وخاندي

وژني مې که څوک ما وربښلې خپله وينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

***

ما ورته ويل دا ما ته پرېږده ښکلې ډېرې دي

ډېرې په سبق او په تعويذ درنه چاپيرې دي

لږ يې درپه ياد کړه د جنت حورې دې هېرې دي

وايي د جنت تر حورو ښکلې نازنينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

***

پوه وئ چې آخر به د ملا کور ورخراب کړمه

سرې به يې په وينو سپينې پاڼې د کتاب کړمه

دومره په غوسه يم چې لحد به يې محراب کړمه

زور مې پرې رسېږي ښه ساده يې راته مړينه ده

مونږ دواړه سپين سترګي يو خبره مو هم سپينه ده

‍

عبدالستار سعادت

Abdul Satar Saadat

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←