اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

منمه

منمه ولسمشره ! واک تقسېم دې مجبوریت دی

پښتو ته دې شاه کړیده همدغه یې علت دی

پښتو که کړې راخپله نو هم توره ده هم پت دی

پښتو، پښتونولۍ کې ورورولي او هم عزت دی

منمه ولسمشره ! نړیوالو ښه ونه کړل

دې ځینو همشموله هېوادوالو ښه ونه کړل

دې ستا مشاورینو او مرستېالو ښه ونه کړل

دې ځېنو پښتنو او احتېاط کارو ښه ونه کړل

ددغه ټولو ستونزو دا یوه لار دخلاصون شته

پښتو، پښتونولي ددې بحران نه د وتون شته

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←