اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

انصاف

وروره ځان سره دی وکوه انصاف
چه بیا پوه شوی هلته وکوه اصراف

په خالی لاس هیڅ مطلب نه حاصلیږی
بیهوده هر ځای که څه له وهی لاف

هر بشر به دی خواخوږی په ریښتیا شی
که په صدق دی مولا ته شی زړه صاف

مارکه هرڅومره ځی کوږ سوری ته سم شی
ځان ناپوه کړی د خبرو شی نداف

ای عبدالرزاقه وایه څه له واویلا کړی
خدای رحیم دی کندی واړه کړی معاف


Arwahaad Abdulrazaq Khan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←