اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ساز

💐شـــونډو له خوند💐

💐آؤ سترګو له رنګ💐

🍀پوزې لــــه بوي🍀

🍀دَ نرګس دَ لونـګ🍀

♥زړۀ لــه اُمېد اؤ♥

♥مستي اؤ ارمـان♥

💚غوږ له ســـرود او💚

💚شڼـــا او شــرنګ💚

🌺مــــاله ســـرُور او🌺

🌺ژونـدون او نُـــور🌺

🌺دا څــــــو آوازه🌺

🌺دَ ژونـد دَ رنــګ🌺

🍀ټــق ټـــق دَ اُور 🍀

🍀 ټپ ټپ دَ باران🍀

💐آخ آخ دَ وصـال💐

💐اُف اُف دَ آرمان💐

🌺وئ وئ دَ جنون🌺

🌺وخ وخ دَ صنــم

🌺نـــۀ نــۀ آؤ آؤ🌺

🌺هـر وخت دَ صنم 🌺

🌹قټ قټ دَ خنـدا🌹

🌹پړق پړق دَ مستۍ🌹

🍀شرنګ شرنګ دَ پانزېب🍀

🍀چڼ چڼ دَ لښتـــــــۍ

❤️شــړ شــړ دَ اوبو❤️

❤️شـغ شـغ دَ نسیم❤️

💖 بس بس دَ دلبــر💖

💖بــړ بــړ دَ غلیــــم💖

💕هیں هیں دَ هنــډر💕

💕شنګ شنګ دَ ګولۍ💕

💗قـړ قـړ دَ چیلـــــم💗

💗پـر پـر دَ لـــــولۍ 💗

💞دُم دُم دَ دوپـــړۍ💞

💞 ټنګ ټنګ دَ درباب💞

🌹غـړ غـړ دَ پیـــــالۍ🌹

🌹سـخ سـخ دَ کبـاب🌹

💚چپ چپ دَ کوکۍ💚

💚پس پس دَ دلبــــر💚

💐چــړچــق دَ تــــارو💐

💐ګــوګــو دَ کــــــوتر💐

🍀بس بس دَ آشنـــا🍀

🍀بــد بـــد ئې روان🍀

🌺اېش اېش دا قلـم🌺

🌺هاں ھاں دا بیــان🌺

#GhaniKhanغني خان

(غوړچان د جمیل خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←